- تاسو یوازې هغه وخت پر ځای له کاره ګوښه کېدای شئ، که تاسو یو جدي جرم ترسره کړی وي (د مثال په توګه غلا). جرم باید ثابته شي.
- په ټولو نورو مواردو کې، کار ورکوونکی مکلف دی چې تاسو ته خبرداری درکړي یا د دې مودې لپاره ستاسو معاش ورکړي.
- تاسو نه شئ کولای له کاره ګوښه شئ ځکه چې حامله یاست، یا تازه ماشوم زیږولی یاست، یا ځکه چې تاسو د کارګر اتحادیې غړی یاست.
- دا قواعد حتی که تاسو لیکلی قرارداد ونه لرئ هم تطبیق کېږي. که تاسو وکولای شئ چې ثابت کړئ چې تاسو په ناحقه له کاره ګوښه شوي یاست، تاسو د جبران حق لرئ.