ایا زه کولی شم د رسمي ثبت پرته د کار کولو له امله جریمه شم؟

که تاسو قانوني استوګنه لرئ او مرستې مو ترلاسه کړي وي (بېکاري، د ژوند د مصرف مرسته …)، ممکن تاسو اړ یاست چې هغوی بیرته ورکړئ. که تاسو کومې مرستې ترلاسه نه کړئ، ممکن تاسو ته د 800 څخه تر 8000 یورو پورې جریمه ولګول شي.

خو درې استثناوې شته. که لاندې شرایط پوره شي، دا جریمه نه لګول کېږي:


• تاسو په شخصي ډول د کار ورکوونکي پر ضد د تفتیش ادارې سره د یوې شکایت دوسیه وړاندې کوئ مخکې له دې چې تفتیش ترسره شي.
یا
• تفتیش کوونکي د تفتیش په جریان کې معلوموي چې ممکن تاسو د انساني قاچاق قرباني یاست .
یا
• تفتیش کوونکي د تفتیش په جریان کې معلوموي چې تاسو د اقتصادي استثمار قرباني یاست.

logo Fairwork Belgium
Privacy Overview

This website uses cookies so that we can provide you with the best user experience possible. Cookie information is stored in your browser and performs functions such as recognising you when you return to our website and helping our team to understand which sections of the website you find most interesting and useful.